افغانستان د شانگهای ټولنې لپاره یوه مهمه موضوع ګرځیدلې ده
سلام خان سلام خان

 

د شانګهاى تړون په ٢٠٠١ م کال کې د روسيې، چين، قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان او تاجکستان په غړيتوب د سيمه ييزو مرستو د پراخوالي په موخه جوړ شو، چې اوسمهال هند، پاکستان، ايران او مغولستان هم پکې د څارونکو غړو په توګه ګډون لري ،په دې تړون کې نوي بدلونونه راڅرګنديږي، د سيمې دوو لويو او پياوړو هېوادونو (هند او پاکستان) په دې تړون کې د دايمي غړيتوب غوښتنه کړې او ويل کيږي چې ايران هم غواړي په دې تړون کې د دايمي غړي په توګه برخه واخلي.

د دغه سازمان لسمه غونډه دجهار شنبی په ورڅ د غبرګولى په ٢٥مه، د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو په ګډون جوړه شوه . د دغې غونډې مشري د قزاقستان جمهوررئیس نورسلطان نظربایوف کوله او لومړنی وینا وال یې د چین جمهوررئیس هوجین تاو و، دچین جمهوررئیس په دې غونډه کې په خپلې وینا کې په افغانستان کې د امنیت او ثبات ټینګښت د ټولې نړۍ لپاره ګټور وباله او ټینګارې وکړ چې د شانګهای د همکاری سازمان او د هغه غړي هېوادونه باید د تروریزم او نیشه یي توکو پرخلاف د ګډې مبارزې په لاره کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ همغږې او له پخوا زیاتې پراخې کړي. هوجین تاو وویل: افغانستان د شانګهاي د همکاريو دسازمان د غړو هېوادونو ښه ګاونډی دی چې د هغه اقتصادي پراختیا کولای شي د شانګهای سازمان په پیاوړتیا باندې ښه اغېز وښندي، له دې امله د هغه امنیتي او اقتصادي مسلې باید د دغه سازمان په لومړیتوب کې ځای ولري . ورپسې د قرغزستان جمهوررئیس روزه اوتان بایوف خبرې وکړې، د شانګهاي د همکاريو دسازمان له غړو هېوادونو څخه یې وغوښتل چې په افغانستان او سیمه کې دې د تروریزم او نیشه یي توکو پرخلاف د ګډې مبارزې او په افغانستان کې د اقتصادي پراختیا لپاره دې یو ګډ بنسټ جوړ کړي چې په دغو برخو کې له افغانستان سره مرسته او همکاري وکړي. بیا د فدراتیفې روسیې جمهوررئیس دیمیتري مد ویدوف د خپلې وینا په ترڅ کې په افغانستان کې د امنیت ټینګښت ته داشارې په ترڅ کې وویل: د سیمې او نړۍ په کچه زموږ لپاره په افغانستان کې د امنیت او ثبات ټینګښت تر ټولو مهمه موضوع ده چې د شانګهاي سازمان باید هغې ته په خپل لومړیتوب کې ځای ورکړي. ده وویل: افغانستان د شانګهای د همکاريو دسازمان د غړو هېوادونو ګاونډی دی چې د هغه امنیت او ثبات د دغه سازمان پر غړو باندې نیغ په نیغه اغیز کولای شي. د تاجکستان جمهوررئیس امام علي رحمان او د ازبکستان جمهوررئیس اسلام کریموف هم په دې غونډه کې خبرې وکړې او وې ویل: افغانستان په تیرو لسو کلونو په بیلابیلو برخوکې ديادونې وړ پرمختګونه کړي دي چې دغو پرمختګونو ته په پاملرنې سره د دغه هېواد د ستونزو حل یوازې له پوځي لارې ممکن نه دی، باید د هغه ملکې بنسټونو ته پاملرنه وشي او په دې برخه کې دې د شانګهاي د همکاريو سازمان غړي هېوادونه خپله ونډه ترسره کړي. ورپسې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررړیس حامدکرزي وینا وکړه، وې ویل د ډیرې خوښۍ ځای دی چې د سیمه ایزې سولې، امنیت او ثبات ټینګښت ته ژمن د شانګهای د همکاريو دسازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په لسمه غونډه کې ګډون کوم. حامدکرزي د قزاقستان هېواد د جمهوررئیس نور سلطان نظربایوف دتاوده هرکلي او میلمه پالنۍ له امله مننه وکړه، اوهيله وکړه چې د ده په مدبرانه مشرۍ به دغه غونډه په بریالیتوب سره سرته ورسیږي. د افغانستان جمهوررئیس په هېوادکې د سولې او پخلاینې بهیرته د اشارې په ترڅ کې وویل: د افغانستان حکومت له هغو طالبانو سره چې له تروریستي ډلو خپله لاره بیله او د سولې له بهیر سره یوځای او د افغانستان اساسي قانون ومني، خبرې کوي او هیله لري چې د شانګهای د همکاريو دسازمان غړي او ناظر هېوادونه په دې لاره کې له موږ سره خپله همکاري ونه سپموي. حامدکرزي زیاته کړه: موږ هڅه کوو چې د ملګرو ملتونو له تورلیست څخه د هغو طالبانو نومونه لرې کړو چې د سولې او پخلاینې په بهیرکې ګډون او د امنیت په ټینګښت کې له موږ سره مرسته کوي. د افغانستان جمهوررئیس په دې غونډه کې له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو بهیرته د اشارې په ترڅ کې وویل: موږ تصمیم لرو چې د۲۰۱۴ میلادي کال ترپایه پورې افغان ځواکونه د ټول هېواد دامنیت د ساتنې مسوولیت په خپله غاړه واخلي او په یوازیتوب سره خپله خاوره وساتي. حامدکرزي د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیک تړون د لاسلیک کولو موضوع ته اشاره وکړه او وې ويل: افغانستان له امریکا او ناټو سره په دوه اړخیزو او څو اړخیزو خبروکې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو اندیښنې په پام کې نیولي دي او هیڅکله به هم د هغه څه ملاتړ ونه کړي چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو امنیت ته خطر پیښ کړي. د هېواد جمهوررئیس په دې غونډه کې د شانګهای د همکاريو دسازمان غړو هېوادونو ته بلنه ورکړه چې د کاني زیرمو د راسپړلو په برخه کې دې په افغانستان کې پانګه واچوي. ده وویل: افغانستان ترځمکې لاندې بې شمېره کاني زیرمې لري چې په راسپړلو سره به یې زموږ سیمه د نړۍ پر یو ډیر مهم اقتصادي مرکز بدله شي. حامدکرزي د شانګهاي د همکاريو دسازمان د غړو هېوادونو مشرانو ته په خطاب کې وویل: افغانستان د شانګهاي د همکاريو دسازمان له غړو هېوادونو سره ژورې فرهنګي، اقتصادي او تاریخي ریښې لري چې د همدغو ریښو په پام کې نیولو سره افغانستان په تیره لسیزه کې خپلې دوه اړخیزې اړیکې د شانګهاي د همکاريو دسازمان له غړو هېوادونو سره پر ټینګښت باندې متمرکزې کړې وې. ده، وویل: افغانستان په تېرو کلونوکې په دغه سازمان کې د میلمه په توګه ګډون کاوه ، نن غواړو چې د یو شمېر نورو هېوادونو په څېر افغانستان هم په دغه مهم سازمان کې د ناظر په توګه ومنل شي. د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د روسیې، چین، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان هېوادونه د شانګهاي د همکاريو د سازمان د اصلي غړو هېوادونو، ایران، هندوستان او پاکستان د ناظرو هېوادونو په توګه برخه اخیستې وه. د شانګهاي د همکاريو دسازمان د غړو هېوادونو د مشرانو یوولسمه غونډه به د چین په هېواد کې جوړه او مشرتوب به یې د دغه هېواد دجمهوررئیس هوجین تاو په غاړه وي

ددې تړون اوسني غړي عمده خپلمنځي اختلافات هم لري، خو هغه نوي هېوادونه چې په دې تړون کې يې د غړيتوب غوښتنه کړې، که يې غوښتنه ومنل شي، نو په دې تړون کې به د خورا لوى اختلاف لرونکي هېوادونه را يو ځاى شي. هند او پاکستان دیوه اوبل سره پراخې ستونزې او اختلافات لري، دغه راز هند او چين هم پراخې ستونزې او اختلافات لري، ددې ترڅنګ د پاکستان او روسيې اړيکې هم تر ډېره ښې نه دي، خو پاکستان او چين او دغه راز هندوستان او روسيه پياوړې اړيکې لري.داسې ښکاري چې په دې تړون کې به د غړيتوب په موخه د هند او پاکستان غوښتنه ومنل شي او که دا کار وشي، نو شانګهاى تړون به د نړۍ لومړى تړون وي، چې څلور اټوم لرونکي قدرتونه ( روسيه، چين، هند او پاکستان) په کې را يو ځاى شوي وي. له شک پرته چې که د تړون غړي هېوادونه په رښتني ډول يو له بل سره همکاري وکړي، نه يوازې په سيمه کې، بلکې په ټوله نړۍ کې  په مختلفو ساحو کی تاثیرات اچولی شې . پای


June 16th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی